د روغتیا وزارت په ننګرهار کې د کرونا ویروس د اټکلیز خپریدو په صورت کې، یو سل بستریز روغتون جوړ کړ.
د دې وزارت پازوال وایي که څه هم په دې ولایت کې د کرونا ویروس کومه پیښه نده ثبت شوې، خو دا ناروغي د هیواد په نورو برخو کې د ډیریدو په حال کې ده.
په همدې حال کې په هیواد کې د کرونا د مثبتو پیښو له ډیریدو سره، ولسمشر غني هم د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړوالي غوښتونکی شو.
محمد اشرف غني د ملي امنیت شورا په ناسته کې د هیواد د عمومي امنیت د حالت د څیړلو ترڅنګ، د کرونا ویروس د خپریدو وروستی حالت هم څیړلی او له اړوندو ادارو یي غوښتي چې د کرونا ویروس په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي او ټولې احتیاطي تابیاوي په پام کې ونیول شي.
د هیواد ولسمشر همداشان ویلي چې له دې ویروس سره د مبارزې په موخه د نوي کال د مراسمو له ترسره کیدو دې ډډه وشي او د ګڼه ګوڼو مخه هم ونیول شي او د ښوونځیو د رخصتیو په اړه له پوهنې وزارت سره سلاوې وشي.
ښاغلی غني په واټونو کې د سختو تابیاوو د نیولو او د دې ویروس د تشخیص لپاره د ډیرو تجهیزات د لاسته راوړلو غوښتنه هم کړې ده.
تر دمګرۍ په هرات ولایت کې د کرونا پنځه او په سمنګان ولایت کي هم دوه مثبتې پیښې ثبت شوې دي.