1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې د یو ماین چاودنې په پایله کې د یوه روغتیاپال مړینه

لیذد
04 Mar 2021

د ننګرهار د حوزوي روغتون یوه روغتیاپاله نن سهار د یو ماین چاودنې په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي د دې روغتون د نسایي برخې روغتیاپاله صدف هغه مهال چې له کور څخه خپلې دندې ته تله د یو ماین چاودنې په پایله کې چې په ریکشا کې ځای پر ځای شوی وو ووژل شوه.

د چارواکو په وینا په دې پيښه کې یو ماشوم هم ټپي شوی دی.

تراوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې په غاړه نده نیولی.