1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې د یو ګاز بالون چاودنې په پایله کې د یوې کورنۍ د پنځو غړو مړینه

c7ac911c6a5a460eeb3e08d8664a11fb
30 Dec 2020

په ننګرهار ولایت کې د یو ګاز بالون چاودنې په پایله کې د یوې کورنۍ پنځه غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاني وایي دا پيښه تیره ورځ (د مرغومې۹) په غني خیل ولسوالۍ کې شوی چې د قربانیانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي.

ښاغلی خوګیاني زیاتوي چې په دې پيښه کې دری تنه هم ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست هم ټينګار کوي چې د دې پيښې د یو شمیر ټپیانو حالت هم نازک دی.

په همدې حال کې تیر ماښام د جلال اباد ښار په لومړی ناحیه کې ناپيژانده وسله والو یو کس یې په دزو وژلی دی.

سیمه ییز چارواکي د دې پيښې په منلو سره وایي د دې پيښې د عاملینو پيژندنې لپاره هڅې پيل شوي دي.