1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې د ۲۰ وسله والو طالبانو وژل کیدل او په پکتیکا کې یې د برید مخنیوې

5b2b59f1ac211
09 Jul 2020

د ملي دفاع وزارت د ننګرهار په خوګیاني ولسوالۍ کې د ۲۰ وسله والو طالبانو له وژلو او په پکتیکا کې د دې ډلې د برید له مخنیوي خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې طالب جنګیالیو د څلورنۍ په ورځ (چنګاښ۱۸/جولاۍ۸) د ننګرهار په خوګیاني ولسوالۍ کې د پوځ ځواکونو په یو شمیر پوستو یرغلیز بریدونه کړي چې په دې نښته کې د دې ډلې د سرګروپ سنګرمل په ګډون ۲۰ وسله وال طالبان مړه او یو شمیر هم ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي وسله والو مخالفینو د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ اړوندو کې د امنیتي ځواکونو پر کتار د برید هوډ درلود چې د دوې برید د امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شو.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ په دې نښته کې شپږ وسله وال طالبان مړه او اوه تنه نور ټپیان شوي او د ډې ډلې یو شمیر وسلې هم د امینتي ځواکونو لاسته لیودلي دي.

خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.