1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې د ۷ امریکایي سرتیرو وژل کیدل

ننګرهار
09 Feb 2020

یوه سرچینه، په ننګرهار ولایت کې د افغان سرتیري د ډزو په پایله کې د ۷ امریکایي پوځيانو له وژل کیدو خبر ورکوي.

دا سرچینه ټینګار کوي چې یو افغان سرتیري، د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې اووه امریکایي ځواکونه د یوې نۍ په ورځ ( د سلواغې ۱۹ / د فبرورۍ ۸ ) د عملیاتو پر مهال په ډزو وژلي دي.

د ننګرهار ولایتي شورا یو شمیر غړي د دې پیښې پخلی خو د وژل شویو امریکایي سرتیرو د شمیر اړوند جزییات نه ورکوي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي وایي، لا تراوسه روښانه نده چې دا سرتیری نفوذي وو او یا یې د کوم بل لامل له مخې، پر امریکایي پوځيانو ډزې کړي، خو د دې پيښې د څرنګوالي اړوند څيړنې پیل شوې دي.