په ننګرهار کې ماین چاودنې په پایله کې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
یوه سرچینه آرزو ټلویزیون ته وايي چې نن سهار(وري ۱۸مه) ۶بجو په شاوخوا کې د جلال آباد ښار دویمې ناحیې په اړوندو سیمو کې د پولیسو یو رنجر موخه ګرځولی چې په یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوی وو.
د سرچینې په وینا په دې پیښه کې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او د درییو پوځيانو په ګډون ۱۸ تنه ټپيان شوي دي او د درییو ټپيانو حالت هم نازک ویل شوی دی.
تیره ورځ هم د جلال آباد روغتون ته څیرمه ماین چاودنه کې یوه کس ټپي شو.
تر اوسه د دې چاودنو پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.