1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې ماین چاودنې د دوو پولیس سرتیرو ژوند واخیست

121212
24 Apr 2021

په جلال آباد ښار کې ماین چاودنې له کبله دوو پولیس سرتیرو ژوند بایللی دی.

یوشمیر سیرچینې آرزو ټلویزیون ته وايي چې نن ( غويي ۴مه) غرمه ۱۲ بجې د جلال آباد ښار اتمې ناحیې په اړوندو سیمو کې د امنیتي ځواکونو یو رنجر د ماین چاودنې موخه وګرځيد.

د سرچینو په وینا په دې پیښه کې دوو امنیتي ځواکونو ژوند بایللی او یو ولسي کس هم ټپي شوی دی.

د ننګرهار امنیتي پازوال تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.