1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې  ماین چاودنې ۱۲ ملکیان ټپیان کړل

جلال آباد
15 Apr 2021

د ننګرهار په جلال آباد ښار کې ماین چاودنې له کبله څه باندې لس ته ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې د جلال آباد ښار دویمې ناحیې په اړوند سپین غر سینما سیمه کې یوه کس چې غوښتل یې یو ماین د ځای پر ځای کیدو په موخه ولیږدوي، چې ماین چاودنه کړې او په پایله کې یې په خپل ماین خښونکی وژل شوی او ۱۲ ملکي وګړي هم ټپیان دي.

خو یوه سرچینه بیا وايي چې په دې پیښه کې یوه ماشوم هم خپل ژوند بایللی او د دوو ماشومانو په ګډون لس تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.