1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې موټربم چاودنې ۱۵ مړه او ۴۰ ټپیان کړل

120821556_670126753618648_4124048085157395224_n
03 Oct 2020

نن له غرمې وروسته ۱۲:۲۰ بجې، د ننګرهار شینوارو ولسوالۍ یوه موټربم چاودنې ولړزوله.

 

د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیاڼی وایي، دا پیښه د شینوارو ولسوالۍ ودانې ته څیرمه رامنځته شوې او له دې چاودنې وروسته، څو بریدګرو چې غوښتل د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوځي چې د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول.

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چې د دې چاودنې د وژل شویو شمیر ۱۵ او د ټپیانو شمیر هم ۴۰ ته اوچت شوی.

 خو د ننګرهار د ولایتي شورا غړی، عبیدالله شینواري آرزو ټلویزیون ته وویل چې په دې چاودنه کې پنځلس تنه وژل شوي او پنځو ستنه نور بیا ټپیان دی.

په شینوارو ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې چاودنه دومره ځواکمنه وه چې تر لس هاو متره لرې ودانۍ، هټۍ او موټرونه یې ویجاړ کړي دي.

د نننۍ موټربم چاونې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. خو مخکیني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر عبدالله عبدالله په جلا بیانیو کې دا پيښه غندلې او دا یې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د دښمنانو کار بللی دی.