1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې موټر بمب چاودنه؛ د یوې کورنۍ ۶ غړي په قربانیانو کې شامل دي

1594105276dpp (1)
04 Oct 2020

د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې د موټر بمب چاودنې په قربانیانو کې، د یوې کورنۍ شپږ غړي هم شامل دي.

 

د غني خیلو ولسوالۍ د ملي امنیت مدیریت ته نږدې د پرون (دوه نۍ، تلې دولسمې)، په موټر بمب چاودنه کې، نږدې اویا تنه مړه او ټپیان شول او د قربانیانو په منځ کې، د یوې کورنۍ شپږ غړي هم شامل دي.

د کرکټ د نړیوالو لوبو لوبڅار، بسم الله شینواري د دې پيښې په پایله کې، د خپلې کورنۍ شپږ غړي له لاسه ورکړي. د ګزارشونو پر بنسټ؛ په دې چاودنه کې د بسم الله شینواري د کورنۍ څلور غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د قربانیانو په منځ کې؛ د یوې کورنۍ پنځه غړي هم مړه او ټپیان شوي دي.

تسل یواځې درې میاشتې کیږي چې د مور د غیږې خوند یې لیدلی وو، خو د ننګرهار پرونۍ چاودنې، تسل او د هغه شپږ کلنه خور یې له مور او دوو ورونو څخه، د تل لپاره بیله کړه.دا ماشومان اوس مهال د ننګرهار په ولایتي روغتون کې، له مرګ سره لاس او ګریوان دي.

د دې ماشومانو د تره ځوی، جوادعلي آرزو ټلویزیون ته وویل؛ تسل او عایشه له خپلو ورونو او مور سره د پيښې له سیمې تیریدل چې دا پيښه رامنځته شوې.

عبدالله، د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ د پرونې چاودنې بل قرباني دی.

د عبدالله تره، الفت خان آرزو ټلویزیون ته وویل: عبدالله ښوونځي ته په تلو وو چې چاودنه شوې. د هغه په وینا، دا ماشوم تراوسه بې هوښه دی.

د ننګرهار د والي ویاند، عطاءالله خوګیاڼی وایي چې په دې ولایت کې د موټر بمب چاودنې ډیرۍ قربانیان، ښځې او ماشومان دي.

د ننګرهار موټر بمب چاودنه، تراوسه له ډیریو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

د ننګرهار ولایتي شورا او د بشر حقونو یو شمیر فعالانو هم د دې پيښې غندلو سره، د جګړې له ښکیلیو لورو د تاوتریخوالي د کمیدو او په جګړه د بشري قوانینو د په پام کې نیولو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو سازمان او د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم دا چاودنه غندلې او د جګړې د پایته رسیدو او د طالبانو د بریدونو د دریدو غوښتنه یې کړې.

تراوسه د ننګرهار د موټر بمب چاودنې پړه، چا یا کومې ډلې پرغاړه نده اخیستې- که څه هم حکومت، د دې پيښې پړه پر طالبانو اچوي، خو د طالبانو ډلې تراوسه په دې تړاو څه ندي ویلي.