1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې ناکرارۍ؛ په بیلابیلو ادارو کې د میرمنو د حضور کمښت

ننګهار
09 Mar 2021

په ننګرهار کې ناکرارۍ د دې ولایت په بیلابیلو ادارو کې د میرمنو د شتون د کمیدو  لامل شوی دی.

ځینو میرمنو په جلال اباد ښار کې د میرمنو د یووالي ورځې په مناسبت په مراسمو کې  وایي چې موخه ییزې وژنې او ناکراري د دې لامل شوی چې ډیری میرمنې له خپل فعالیتونو لاس واخلي.

دا اندیښنې په داسې حال کې ډیریږي چې په دې وروستیو کې ډیرې خبریالې میرمنې په دې ولایت کې د ناپيژانده وسله والو لخوا وژل شوي او تراوسه د دې پيښو پړه کومې ډلې او یا چا په غاړه نده نیولی.

خو سمیه ییز چارواکي په دې ولایت کې د امنیتي حالت د ښه کیدو او د موخه ییزو وژنو د مخنیوي په موخه د خپلو هڅو خبر ورکوي.