د هیواد په ختیځ کې د افغانستان بانک پازوال وایې،هغه کسان چې په ورځنۍ راکړه ورکړه کې له پاکستاني بانک نوټونو کار اخلي جریمه کیږي.
په ختیځ زون کې د افغانستان بانک پازوال وایې،هغه هټۍ وال چې په ننګرهار کې په پیر او پلور کې له کلدارو کار اخلي،هټۍ به یې وتړل شي.
په ختیځ زون کې د افغانستان بانک مشر احمد ضیا توحیدیار وویل،اوس مهال د دې بانک کار کوونکو په ورځني راکړه ورکړه کې له پاکستاني کلدارو څخه ګټنې مخنیوي لپاره کمپاین پیل کړی دی.
هغه ټینګار وکړ،هغه کسان چې له دې وروسته په پیر او پلور کې له پاکستاني کلدارو کار واخلي،لومړی به یې هټۍ د درېو ورځو لپاره وتړل شي او که چیري تکرار شي د کار د جواز اخستنې تر څنګ نقدي جریمه کیږي.
د مشرانو جرګې غړۍ انارکلي هنریار د دې کمپاین له پیله خوښ بیني کړې او په نورو ولایتونو کې یې پر پیل ټينګار کړی دی.
هغې له حکومت څخه وغوښتل چې د ننګرهار او خوست ولایتونو ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم د پاکستاني کلدارو کارول بند کړي.
دا کمپاین په داسي حال کې پیل شوی دی چې وړاندې له دې،د ننګرهار اوسیدونکو نیوکه درلوده چې د دې ولایت هټۍ وال پر پاکستانې کلدارو راکړه ورکړه کوي.
له دې ټولو سره،په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې هم په ختیځو ولایتونو کې له بهرنیو پیسو په تیره بیا پاکستاني کلدارو راکړه ورکړې بندیز وضع کولو څخه هرکلی شوی دی او په ورځنیو راکړو ورکړو کې پر افغانیو پیسو ټينګار کړی دی.