په ننګرهار کې د ځوانانو پر یوې راټولیدنې د ناپيژانده وسله والو کسانو په برید کې پنځو تنو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل وايي چې د ننګرهار د لعل پورې ولسوالۍ په صدي سیمه کې ناپيژانده وسله والو کسانو د تراویح له لمانځه وروسته د ځوانانو پر یوې راټولیدنې برید کړی چې په کې پنځو تنو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.
ښاغلی امرخیل زیاتوي چې دا راټولیدنه د طالبانو د ډلې یوه مخکېني غړي په کور کې وه چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو د ډلې دا مخکېنی غړی او ورور یې هم شامل دي.
د ننګرهار د والي په وینا دا پیښه د امنیتي ځواکونو تر څيړنې لاندې ده.