1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې په دوو جلاجلا پيښو کې ۷ تنه مړه او ټپیان شول

ننگرهار-2-1536x1087
16 Feb 2021

په ننګرهار کې په دوو جلا جلا پیښو کې څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار پولیس  وایي چې نن سهار (سلواغې ۲۸مه) ۷بجې او ۴۰ دقیقې ناپيژانده وسله والو کسانو د جلال آباد ښار درییمې ناحیې په اړوندو سیمو کې پر پولیسو ډزې کړې چې په دې پیښه کې یوه پولیس سرتیري خپل ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.

په یوه بله پیښه کې د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په اړوندو سیمو کې  د ناپيژانده وسله والو کسانو په ډزو کې درییو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.