1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په نړۍ کې د سولې او ټيکاوو ټينګښت له یو اړخیز چلند سره د ترکیې مخالفت

5d04a4de68d34
17 Jun 2019

د ترکیې ولسمشر په تاجیکستان کې د باور جوړونې یا سیکا ناستې په پنځمه غونډه کې وویل اوس مهال یو اړخیز خوځښتونه نشي کولای په نړۍ کې د سولې او ټیکاوو لپاره حل لاره وي.

هغه ټنیګار کړی دی چې باور لري دسیکا د نورو غړو هیوادونو مشران هم په دې برخه کې ورته لید لوري لري.

د ترکیې ولسمشر اعلان وکړ چې انقره د نړۍ له ټولې سیمې سره د دوستانه اړیکو دپراختیا غوښتونکې ده.

اردوغان وویل:هغه اړیکه چې مونږ له یوه هیواد یا یوې سیمې سره ټینګه کړې ده،هیڅ هم هم د نورو پر وړاندی نه وه او نه ده.

د ترکیې دیلی صباح ورځپاڼې د راپور پربنسټ،اردوغان همدا شان د سیمې د امنیت او سولې ټینګښت لپاره د سوریې د کړکیچ حل پر ګټورتیا ټینګار وکړ.

رجب طیب اردوغان د تاجیکستان په پلازمینه دوشنبه کې د سیکا په ناسته کې د خپلو ویناوو په ترڅ کې له روسیې او چین سره خپلې اړیکې وستایلې.

دسیکا ناسته په ۱۹۹۲ زیږدیز کال کې د قزاقستان هیواد په نوښت سره په آسیا کې په امنیتي برخه کې دسولې دوړتیا شرایطو برابریدو دپریکړو نیونې او د خپرونو د اجرا کیدو په موخه جوړ شي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي