1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په نیمروز ولایت کې د طالبانو په یرغلیز برید کې ۹ دولتي سرتیرو ژوند له لاسه ورکړی

تلفات-نظامیان
10 Feb 2021

د نیمروز د ولایتي شورا غړی، نعمت الله صدیقي وایي چې د طالبانو لسګونو جنګیالیو تیره شپه ناوخته د دې ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د پوځ سرتیرو په کنډک برید کړی دی.

 

د هغه په وینا، د دواړو لوریو ترمنځ د څو ګړیو نښتو وروسته، نهو امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور هم ټپیان دي.

د نیمروز د ولایتي شورا دا غړی همداراز وایي چې درې نور پوځیان تریتم دي.

د نیمروز سیمه ییز پازوال، د دې پيښې پخلی کوي، خو د امنیتي سرتیرو د کره مرګ ژوبله اړوند څه نه وایي.