1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په نیمروز کې هوایي برید؛ ۱۴ طالب جنګیالي مړه او ټپیان شوي

ssssss
10 Jan 2021

د نیمروز ولایت رسنیز دفتر اعلان کړی چې د خاشرود ولسوالۍ د منزرې په سیمه کې د افغان امنیتي سرتیرو د هوایي برید په پایله کې، د طالبانو یوه اډه موخه ګرځول شوې ده.

 

د نیمروز والي، زمریالي احدي په دې اعلانپاڼه کې ویلي د افغان سرتیرو په هوایي برید کې، لږ تر لږه د طالبانو د سرې قطعې دولس غړي وژل شوي او د دې ډلې دوه نور غړي هم ټپیان دي.

د نیمروز والي همداراز د طالبانو د هغو دوو غړو د نیولو خبر ورکړ چې له خلکو یې پیسې اخیستې.

خو د خاشرود ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو، نن (یوه نۍ، مرغومې۲۱)، ادعا وکړه چې په دې برید کې لږ تر لږه پنځلس ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغو په وینا، هوایي ځواک شپه مهال په استوګنیزو کورونو بمبارۍ کړې دي.

د دې پيښې قربانیان د نیمروز ولایتي روغتون ته لیږدول شوي.

په نیمروز کې یو شمیر سیمه ییرو سرچینو، د افغان هوایي ځواک په برید کې د ملکي مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

د ملي دفاع وزارت تراوسه په دې تړاو څه ندي ویلي، خو د نیمروز والي په دې پيښه کې د ملکي مرګ ژوبلې د څیړلو اړوند سیمې ته د یوه پلاوي د استولو خبر ورکړی دی.