| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په نیمروز کې یو کس له بیکاره لرګیو لاسي تزیني توکي جوړوي
23 May 2021
هغه هنرمند چې هڅه کوي چې په خلاقیت سره د د لرګیو او فایبر ضایع توکي په تزییني شکلونو کې بدل کړي..
محمد رفیق صادق هغه هرمند چې د هغه په وینا، د کوچني والي څخه یې د هنري کارونو څخه مینه درلوده.
که څه هم د محمد رفیق اصلي دنده سوداګري ده خو وایي چې د بیکارۍ په فرصتونو کې، هغه له خورا لومړني تجهیزاتو څخه د هنر زړه راښکونکي او په زړه پوري کارونه رامینځته کوي.
د محمد رفیق یو له کارونو د فرخندې د مجسمې جوړل دي چې د هیواد د یو شمیر میرمنو اوسنې حالت ښي.
دا هنرمند وایي هڅه یې کړې ترڅو د لاسي او مجسیمه ییې اثرونو په رامنځته کولو سره خپل مخاطبانو ته بیلابیل پیغامونه ورسوي.

د نیمروز د ولایتي شورا یو شمیر غړي او د پوهنتون استادان هم د دې هنرمند کارونه ارزښتناکه بولي او له سیمه ییز حکومت څخه غواړي ترڅو له هنرمندانو ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنک ریاست چارواکي د هنرمندانو څخه د ملاتړ لپاره له هڅو خبر کوي او تیڼګار کوي چې تمه ده په راتلونکي کې د دې هنرمندانو اثرونه او لاسته راوړنې د هیواد په مرکز کې نندارې ته وړاندې شي.

ویل کیږي چې په تیرو کلونو کې په هیواد کې ډیر شمیر هنرمندان د هنري اثارو په برخه کې بې ثاري خلاقیتونه درلودلي، خو د هغوې لاسته روړنو ته دولت نه پاملرنه تل نیوکې راپارولي دي.

