1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات، بامیان او بادغیس کې د کرونا ویروس خپریدل ډير دي

ولایت-هرات-کرونا-1536x865
20 Jul 2020

په هرات، بادغیس او بامیان ولایتونو کې د کرونا ویروس خپریدل ډیر شوي.

 

د عامې روغتیا وزارت له هیوادوالو غواړي چې دې ولایتونو ته سفر ونکمړي او هغه کسان چې دې ولایتونو ته سفر لري، باید روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، اکمل سمسور نن (دوه نۍ، چنګاښ ۳۰)، په یوې خبري ناسته کې، په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس د ۴۰ نویو مثبتو پيښو د ثبت، د ۲۲ تنو د رغیدو او ۲ تنو د مړینې خبر ورکړ.

د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ، په کوویډ-۱۹ د اخته کسانو ټولیز شمیر، ۳۵زره او ۵۰۳ تنو ته ورسید.

د عامې روغتیا وزارت پازوال همداراز دا ویروس جدي ګواښ بولي او له هیوادوالو غواړي چې روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي.