1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات، غور اوبدخشان کې سیلاونه، ۳۶ تنو ژوند بایللی

index-2
05 May 2021

په هرات او غور ولایت کې د سیلاونو له کبله مړو شمیر ۳۶ تنو ته لوړ شوی دی.

د هرات سیمه ییز پازوال وايي چې د دې ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې د سیلاونو بهیدو له کبله تر دمګړۍ ۲۴ تنو ژوند بایللی، په سل هاو څاروي له منځه تللي او خلکو ته یې پراخ مالي تاوانونه هم اړولي دي.

په همدې حال کې د غور سیمه ییز پازوال هم ټينګار کوي چې په دې ولایت کې د سیلاونو د بهیدو په پایله کې ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او خلک ډیر زیانمن شوي هم دي.

له بلې خوا د بدخشان د والي ویاند نیک محمدنظري وايي چې د دې ولایت په کشم، خاش، جرم، یفتل او تگاب ولسوالیو کې سیلاونو له امله ۳۰ استوګنیز کورونه او په زرهاو جریبه کرنیزې ځمکې له منځه تللي او خلکو ته یې ډيری مالي تاوانونه اړولي دي.

ښاغلی نظري همدا شان سیلاو ځپلو سیمو ته د مرسته رسونکو ډلو له رسیدنې هم خبر ورکوي.