د هرات په ادرسکن او فاریاب شیرین تګاب ولسوالیو کې ۶ امنیتي سرتیرو د طالبانو په یرغلیز برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یوه سرچینه آرزو ټلویزیون ته وایي چې تیره شپه د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امنیتي سرتیرو پر یوې پوستې برید کړی چې په کې څلورو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په همدې حال کې د فاریاب د پولیس مشرۍ ویاند کریم یورش وايي چې طالبانو تیره ورځ ماښام(کب ۳ مه) د دې ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ چې په پایله کې یې دوو امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي یورش زیاته کړه چې په دې نښته کې شپږ وسله وال طالبان هم مړه او ټپیان شوي دي او همدا راز د دې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې هم لس وسله وال طالبان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې مړه او ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.