1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې دیني مرکزونو کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالو له ډيریدو د کورنیو اندیښنې

aaaaaaaaaaa
29 May 2021

په هرات کې یو شمیر کورنۍ په یو شمیر دیني مرکزونو کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالو له ډيریدو اندیښنه کوي.

دوی وايي چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې ماشومان خپلې لومړنۍ زده کړۍ له جوماتونو او دیني مرکزونو پیلوي خو د یوشمیر ښوونکو ناسم چلند د دوی روان ته زیان رسوي.

په همدې حال کې د هرات د حج او اوقافو ادارې پازوال ټینګار لري چې په دې مرکزونو کې د ماشومانو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی منع شوی دی.

د هرات په مرکزونو کې یو شمیر زده کوونکي، د ښوونکو له نا سم چلند څخه نیوکه کوي.

دوی وايي چې په روزنیزو مرکزونو کې له ماشومانو او زده کوونکو سره تاوتریخوالی د دوی د روحیې د کمزوري کیدو لامل  شوی، او وايي چې له دې سکالې اندیښمن شوي او د دې ستونزې د حل غوښتونکي دي.

په دې مرکزونو کې یو شمیر ښوونکي هم دا ستونزه مني او ټینګار لري چې دا چلندونه ډیری په جوماتونو او دیني مرکزونو کې چې په نا قانونه توګه فعالیت لري شتون لري.

دا دیني عالمان د سیمه ییز پازوال او د هرات د حج او اوقافو ادارې له لوري د دې مرکزونو د څارنې غوښتونکي دي.

خو  د هرات د حج او اوقافو ممشر عبدالخالق حقاني وايي چې په دیني مرکزونو کې د ماشومانو پر وړاندې ناوړه چلند منع اعلان شوی دی.

د هرات د حوزوي روغتون د روانې برخې پازوال وايي چې په هره میاشت کې تر څلورو ماشومان چې په جوماتونو او دیني مدرسو کې وهل او ټکول شوي دي، په دې روغتون کې ثبتیږي.

آندونه دادي چې د ماشومانو پر وړاندې ناوړه چلند او د دوی وهل او ټکول د دې لامل کیږي چې پوهنې او روزنې دوام ته د دوی لیوالتیا کمه شي.