د هرات سیمه ییز پازوال وايي چې د طالبانو ډلې تیره ورځ ( وري ۲۳مه) د دې ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې لومړی موټربم چاودنه او وروسته یې بیا پر دې پوستې برید کړی دی.
د هرات والي سید عبدالوحید قتالي وايي چې طالبانو دا پیښه د هرات شینډنډ ولسوالۍ شوردوک سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ښاغلي قتالي په وینا په دې پیښه کې د پوځ دوه سرتیري ټپیان شوي او دې ولسوالۍ ته د مرسته کوونکو ځواکونو په رسیدو او نښتې په لړ کې ۱۰ وسله وال طالبان هم مړه او ټپيان شوي دي.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال عبدالرووف ارغندیوال وايي چې دې ډلې له امنیتي ځواکونو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې له همدې کبله یې اوس چاودنو ته مخه کړې ده.
په تیره یوه میاشت کې دا درییمه موټربم چاودنه ده چې د طالبانو له لوري په شینډنډ ولسوالۍ کې ترسره کیږي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.