1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د انګورو، شاتو او اینځرو نندارتون جوړ شو

1
01 Sep 2020

په هرات کې د انګورو، اینځرو او شاتو نندارتون نن (درې نۍ/سه شنبه، وږې/سنبلې ۱۱) د دې ولایت د والي عبدالوحید قتالي له لوري پرانیستل شو.

د هرات سیمه ییز پازوال ویلي دي چې په دې نندارتون کې، د هرات په لس هاو ډوله انګور د کرنیزو پیداوارو کیفیت پيژندنې او د هیواد کرنیزو تولیداتو څخه ګټنې ته د خلکو هڅونې په موخه نندارې ته وړاندې شول.

د هرات د کرنې ریاست مرستیال بشیراحمد احمدي په دې برنامه کې د هرات د انګورو د محصولاتو له ډيریدو خبر ورکړ او ویې ویل: په روان کال کې د بڼ لرنې حالت ښه دی. سږ کال په هرات کې ۱۴۰ ټنه انګور راټولیږي چې د تیر کال په پرتله پنځه سلنه ډیروالی ښیي.

د هغه په وینا، یوازې په دې نندارتون کې ۳۶  ډوله انګو نندارې ته وړاندې شوي دي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه: ”نږدې ۸ ټنه اینځر او له نږدې ۵۰۰ فارمونو څخه ۲۰۰ ټنه شات تولید شوي دي چې لس سلنه لوړوالی ښيي.”

د ویلو ده چې دا نندارتون د یوې ورځې لپاره په لاره اچول شوی وو.