1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د اړمنو کسانو لپاره د خوراکي توکو زیرمتون جوړیږي

والی هرات
09 Apr 2020

د هرات والي وایي، چې د خوړو د دې زیرمتون جوړیدو سره، تمه ده په دې ولایت کې په تګ را تګ بندیز لا سخت شي.

د هرات والي، عبدالوحید قتالي، نن (پنځنۍ، وري۲۱/اپریل۹)، خبریالانو ته وویل چې تمه ده په دې ولایت کې د اړمنو کسانو لپاره د خوراکي توکو زیرمتون جوړ شي.

هغه ټینګار وکړ چې ډیر ژر په هرات کې “د اړمنو لپاره د خوراکي توکو زیرمتون” جوړیږي او په دې ولایت کې ګرځبندیز به هم ډیر شي.

ښاغلي قتالي همداراز وویل چې حکومت دې ولایت ته ډیرې مالي شونتیاوې او روغتیايي تجهیزات ځانګړي کړي او سیمه ییزه اداره هڅه کوي چې له کره برنامو سره، په دې ولایت کې د کرونا پر وړاندې مبارزه وکړي.

د هرات والي زیاته کړه: مرکزي دولت د نورو ولایتونو په پرتله هرات ته لس برابره مالي شونتیاوې او تجهیزت ورکړي، خو دا شونتیاوې د اوسني حالت لپاره دي او د ګرځبندیز د غځیدو په صورت کې، هرات اړتیا لري چې ډیر امکانات په واک کې ولري.

هغه له سیمه ییزې ادارې سره د خلکو په نه همکارۍ د نیوکې ترڅنګ، زیاته کړه: د دې ناروغۍ پر وړاندې د نړۍ د هیوادونو د بریا یو لامل، له دولتونو سره د ولسونو همکاري ده، په داسې حال کې چې په هرات ې حتې هغه خلک چې اړتیا هم نلري، له پرمختللو موټرونو سره په ښار کې تګ را تګ کوي.

اوس مهال په هرات کې د کرونا دوه ځانګړي روغتونونه فعاله دي.

د هرات د عامې روغتیا مشر، عبدالحکیم تمنا هیله وښوده چې دوی هڅه لري چې ژر تر ژره د دې کړکیچ مدیریت ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، په راتلونکو ورځو کې د هرات ولوسالۍ به هم د کوویډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې لپاره په لازمو روغتیايي شونتیاوو سمبال شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې مخکې له دې د هرات خلکو او مدني بنسټونو، دې ولایت ته د مرکزي حکومت په نه پاملرنې نیوکې کړې دي.

له دې سره، هرات اوس مهال د کرونا ویروس د ۲۵۷ مثبتو پيښو ثبتولو سره، په هیواد کې په دې ویروس د اخته کسانو لوړ شمیر لري، چې له دې ډلې نږدې ۱۶۰ تنه د کرونا په ځانګړو روغتونونو او نور په کورني قرنطین کې دي.

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک