1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د ترهګریزو بریدونو د طرحه کوونکې یوولس کسیزې شبکې نیول

امنیت-ملی
02 Feb 2021

د هرات سیمه ییز پازوال وايي د دې شبکې غړو، د طالبانو د استخباراتو په سپارښتنه د دې ولایت په ښار او ولسوالیو کې د موخه ییزو وژنو پازه پرغاړه لرله.

 

د هرات والي، سید عبدالوحید قتالي نن (درې نۍ، سلواغې څوارلسمه)، وویل چې د دې یوولس کسیزې ډلې نیول کیدو سره به امنیت په نسبي ډل ټینګ شي.

د هغه په وینا چې د دې کسانو نیونه، ښيي چې طالبان په موخه ییزو بریدونو کې لاس لري.

له بلې خوا، دا کسان چې په دې وروستیو کې د هرات د ملي امنیت له لوري نیول شوي، مني چې د طالبانو د یو شمیر قوماندانو په سپارښتنه یې په هرات ښار کې د پوځي او ملکي مامورینو د وژنې مسوولیت درلود او د دې ډلې د استخباراتو د مسوول له لوري یې ملاتړ کیده.

په دې وروستیو کې په هرات کې امنیتي ګواښونه په تیره بیا موخه ییزې وژنې او جنايي جرمونه په بې ساري توګه ډير شوي او تمه وه نن ولایتي شورا او صنفي ټولنې لاس په لاریون ووهي، خو د مرکزي حکومت له لوري د هرات د پولیسو د مشر غوښتل کیدو له کبله دا سکاله وځنډیده.

له دې ټولو سره په تیرې یوې میاشت کې دوه ځلي لهمرکز څخه مختلط پلاوی د هرات د امنیتي حالت د ارزونې په موخه دې ولایت ته للی او د پارلماني پلاوي د ګزارش په یوې برخه کې چې د څیړنو وروسته چمتو شوی، راغلي چې د دې ولایت په ښار او ولسوالیو کې له ۲۰۰ ډيرې ترهګریزې شته دي چې ۶۰ ډلې یې عملاْ فعالیت لري.