1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د جنایي جرمونو له ډیریدو د هراتیانو اعتراض

تظاهرات-هرات
10 Sep 2020

د هرات ولایت یو شمیر اوسیدونکو، د امنیتي بنسټونو پازوال په دې ولایت کې د جنایي جرمونو او سړي تښتونو د مخنیوي په برخه کې په ناتوانۍ تورن کړل.

 

په هرات کې د جنایي جرمونو او په ځانګړې توګه د سړي تښتونو ډیریدو، خلک غصه کړي دي.

د هرات لسګونه اوسیدونکو، پرون (څلورنۍ، وږي۱۹)، د جنایي جرمونو او په ځانګړې توګه د سړي تښتونو د ډیریدو له کبله، لاریون وکړ.

دوی وایي چې ناکرارۍ، جنایي جرمونه او موخه ییزې وژنې خپلې وروستۍ کچې ته رسیدلي او سیمه ییزې ادارې په دې برخه کې چوپتیا غوره کړې ده.

اعتراض کوونکي سیمه ییز او امنیتي پازوال د جنایي جرمونو، سړي تښتونو او له مافیایي ډلو سره په همکارۍ تورنوي.

د هرات اوسیدونکي فرزان آرزو ټلویزیون ته وویل چې د هرې ورځې په تیریدو سره حالت بدتریږي. د هغه په وینا، امنیتي بنسټونه د هیوادوالو د امنیت په ټینګښت کې ناتوانه دي او دا بنسټونه د ځان د امنیت د ټینګولو لپاره د خلکو مخنیوی هم کوي.

د هرات د ولایتي شورا غړي، وکیل احمد کروخي هم د خلکو اندیښنې ومنلې.

هغه له آرزو ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې دا ستونزه یې تل له سیمه ییزو او مرکزي چارواکو سره شریکه کړې، خو هغوی یې په مخنیوي کې ناتوانه دي.

د جنايي جرمونو او په ځانګړې توګه د سړي تښتونو د ډيریدو له کبله په داسې حال کې اندیښنې ښودل کیږي، چې نن (پنځنۍ، وږي۲۰)، د ملي امنیت ځواکونو تیره شپه یو ماشوم د تښتوونکو له منګولو وژغوره. دا ماشوم تیره اوونۍ تښتول شوی وو.

د هرات د پولیسو مشر، ذبیح الله نوروزي وویل چې په روان کال کې اووه تنه تښتونې او اته تنه نادرکۍ پيښې په دې ولایت کې ثبت شوې دي.

هغه وویل چې ډیر شمیر دې پيښو ته رسیدنه شوې او یوازې د سړي تښتونې یوه پيښه پاتې ده.