1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د جګړې شپږمه ورځ؛ د خلکو له کورونو د “الله اکبر” ناره

جنگ-هرات-
03 Aug 2021

د هرات اوسیدونکو د الله اکبر نارې سره د طالبانو پر وړاندې د امنیتي او دفاعي سرتیرو او ولسي ځواک څخه ملاتړ اعلان کړ.

الله اکبر هغه ناره چې دوه نۍ (زمري یوولسمه)، شپه مهال د هرات په آسمان کې خپره شوه.

د هرات اوسیدونکو په افغانستان کې بېسارې خوځښت سره، د طالبانو پر وړاندې د دفاعي او امنیتي سرتیرو او ولسي ځواک څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د هرات یو شمیر اوسیدونکي وایي چې د دې خوځښت موخه، له ویرانوونکې جګړې د هراتیانو د کرکې ښودل دي، هغه هم په په داسې شرایطو کې چې نښتې د ښار تر ورونو ته رسیدلې دي.

ظاهراْ دې خوځښت، په ټول هیواد کې دلاسه تللې روحیه نسبتاْ بیا ژوندۍ کړه؛ ولسمشر غني نن (درې نۍ) په یوې ناسته کې، طالبانو ته په خطاب کې ویل: “د هرات خلکو، دا چې څوک د الله اکبر شعار استازولي کوي، وښودله.”

هغه طالبانو ته په خطاب کې، وویل چې خلک تل الله اکبر ته دریدلي دي. ښاغلي غني یو ځل بیا، د طالبان جګړه فتنه او فساد بولي.

د هراتیانو د الله اکبر ناره، د هیوادوالو او سیاستوالو له تود هرکلي سره مخامخه شوه.

د خواله رسنیو یو شمیر کاروونکي، د الله اکبر ناره د طالبانو د ماتې لپاره شعار بولي او په هیواد کې د ملي یووالي پر پیاوړتیا ټینګار لري.

له بلې خوا، مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې دا ناره، په هیواد کې له تپلې جګړې د خلکو د بیزارۍ ښکاره نښه او د هغو پر وړاندې د ملي پاڅون د جوړیدو نښانه ده.

مخکیني ولسمشر له طالبانو هم غوښتي چې: “طالبان دې دا خوځښت یوه جدي هیښتیا وګڼي او د جګړې، وژنو او د افغانستان د خلکو د کورونو، کلیو او بنسټونو د ویرانولو له دوام څخه لاس واخلي.”

د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح هم د هرات د خلکو له دې خوځښته هرکلی کړی او ویلي: “نن د هرات ولس له طالب او منبر پلورونکو د دینپالنې جعلي او درغلیو جواز واخیست.”

د هرات جګړه شپږمې ورځې ته وغځیده او اوس هم د هرات ښار ته څیرمه نښتې روانې دي.

د طالبانو پر وړاندې د ولسي مقاومت د ټلوالې مشر، محمد اسماعیل خان، رسنیو ته وویل چې وروستۍ جګړه د “افغانستان د ولس” پر وړاندې د “پاکستان جګړه” ده چې په هغه کې طالبان د ابزار په توګه کارول شوي.

هغه پر دوام زیاته کړه: “هیله من یم چې خلک دا وسیله (طالبان) له خپل لوړ همت او ټولیز پاڅون سره داسې وځپي چې هم هغه کسان چې دوی یې استولي او هم د هغو لپاره چې مزدوري یې منلې، چې نور د خلکو د عزت او آبرو د اخیستلو او ترپښو لاندې کولو په سوچ ونه اوسي.”

د دفاع وزارت هم اعلان کړی چې په هرات ښار کې د پوځیانو  تیرې ورځې عملیاتو کې، لږ تر لږه ۴۱ طالب جنګیالي وژل شوي او د دې ډلې له دیرشو ډیر جنګیالي هم ټپیان شوي دي. طالبانو تراوسه په دې تړاو څه ندي ویلي.

د هرات والي، عبدالصبور قانع هم وویل چې هوایي ځواک د دې ډلې څو مرکزونه موخه ګرځولې دي. د ښاغلي قانع په وینا، د ځواکونو بسیج سره، اوس لویه عملیاتي برنامه تر لاس لاندې ده.

له دې سره، اوس مهال له هرات څخه تر بدخشان او له تخار څخه تر هلمند او کندهار، د جګړې په اور سوځي. تمه ده د دولتي سرتیرو د ملاتړ لپاره نن شپه په یو شمیر ولایتونو او په ځانګړې توګه پلازمینه کې د الله اکبر ناره وشي.