1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د جګړې څلورمه ورځ؛ تازمه دمي سرتیري د طالبانو د ځپلو لپاره میشت شول

اوضاع-هرات
01 Aug 2021

د هرات والي وایي چې د جګړې لومړۍ لیکه، اوس مهال د پل مالان په سیمه کې او په دې سیمه کې چاڼیز عملیات هم روان دي.

 

د هرات ولایت د جګړې په څلورمه ورځ، د هرات ښار ته څیرمه پاشلې جګړې لا هم روانې دي.

د هرات والي، عبدالصبور قانع وایي چې اوس مهال د جګړې لومړۍ لیکه د پل مالان په سیمه کې ده او پوځیان له دې سیمو د طالبانو په چڼولو بوخت دي.

د هغه په وینا، په ګذرې ولسوالۍ کې د طالبانو د فعالیت مخه نیول شوې او په هرات کې هم د ګواښونو د بیا لرې کیدو لپاره بیا عملیات ترسره کیږي.

د امنیتي ګواښونو لوړیدو سره هم مهاله، د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان په مشرۍ د پولیسو د ځانګړې قطعې سرتیرو یو واحد، نن (یوه نۍ، زمري لسمه)، هرات ولایت ته ورسید.

ستر امنیتي مرستیال له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې هرات ته د څیړنو او ښې همغږۍ لپاره راغلی او ډاډ یې ورکړ چې ډیر ژر به د هرات امنیتي حالت بدلون وکړي.

د امنیتي او دفاعي سرتیرو ترڅنګ، ولسي ځواک هم د جګړې یوه برخه پرغاړه لري.

په هرات کې د کومانډو سرتیرو قومندان، محمدناصر علي زایي وویل چې طالبان په جګړه کې د خلکو له کورونو ګټنه کوي او په پاشلې توګه جګړه پرمخ وړي. خو هغه د پوځیانو له لورې د لاسه تللیو سیمو د بیا نیولو ډاډ ورکړ.

تیره ورځ د دفاع وزارت هم د هرات ولایت په مرکز کې د پوځیانو په هوایي عملیاتو کې د نږدې پنځوسو تنو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی؛ د جګړې لوریو، په وروستیو ورځو کې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.

له دې ټولو سره، په هرات او یو شمیر نورو ولایتونو کې د جګړو ډیریدو سره هم مهاله، تیره شپه د ولسي جرګې یو شمیر غړو له عبدالله عبدالله او د ملي امنیت شورا له سلاکار سره بیړنۍ ناسته ترسره کړه او په هغه کې یې، د امنیتي حالت او په ځانګړې توګه د هغو ولایتونو د حالت اړوند چې امنیتي ګواښونه یې لوړ دي، خبرې وشوې.