1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د جګړې ډیریدل؛ د طالبانو د بریدونو مخنیوی او د پوځیانو له لورې د ګذرې ولسوالۍ بیا نیول

هرات-1
31 Jul 2021

د هرات سیمه ییز پازوال وایي، چې اوس مهال د هرات ښار په درییو کرښو کې جګړه روانه ده او دولتي سرتیري د ولسي پاڅون کوونکو په همکارۍ، د طالبانو د بریدونو د ماتې لپاره جګړه کوي.

د هرات ښار د کلابندۍ کړۍ په وروستیو ورځو کې لا وړه او د طالبانو بریدونه ډير شوي. د جګړې په درییمه ورځ- د هرات ښار څنډې، د دواړو لوریو ترمنځ د سختې جګړې شاهدانې دي.

له یوې خوا ښار ته د ننوتو لپاره له درې لارو د طالبانو هڅه او له بلې خوا د بریدونو د مخنیوي او دولتي سرتیري د دې ډلې د ځپلو لپاره مقاومت کوي.

د هرات والي، عبدالصبور قانع رسنیو ته وویل: “اوس جګړه په درییو کرښو کې روانه ده. امنیتي او دفاعي سرتیري چې مخکې له ولسي ځواک سره بسیج شوي، د طالبانو د ځپلو لپاره په جګړه کې حضور لري.”

د هغه په وینا، “طالبان له ملکي کورونو برید کوي”، خو امنیتي سرتیري هڅه کوي چې په کره توګه عملیات ترسره او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي.

ظاهراْ د پخواني جهادي مشر، اسماعیل خان په مشرۍ د ولسي ځواک حضور، پوځيانو ته لویه مرسته کړې.

دا جهادي مشر وایي چې د طالبانو د پرمختګ پر مخه ولاړ دی او دې ډلې ته ښار ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.

تمه وه چې تیره شپه تازه دمي سرتیري د طالبانو د بریدونو د ماتولو لپاره هرات ته واستول شي، خو محمداسماعیل خان، پ هغه څه چې دې ولایت ته د تازه دمو سرتیرو په استولو کې د “دفاع وزارت بې غوري بولي”، نیوکه کوي.

هغه همداراز وویل چې ولسمشر غني دې ولایت ته د تازه دمو سرتیرو د استولو سپارښتنه کړې، خو نوي سرتیري تراوسه ندي رسیدلي.

د تیرې ورځې غرمې مخکې، د هرات د ګذرې ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولویده، خو څو ګړۍ وروسته، امنیتي سرتیرو د دې ولسوالۍ د بیا نیولو او د طالبانو د بریدونو په شا تمبولو خبر ورکړ.

د کومانډو ځواکونو د قطعې یو افسر له آرزو ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې دولتي سرتیري توانیدلي چې د پنځلس دقیقو وروسته، د ګذرې ولسوالۍ د طالبانو له ولکې خلاصه کړي.

تراوسه د وروستیو نښتو د مرګ ژوبلې اړوند کره شمیرنه په واک کې نشته؛ خو د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب، عارف جلالي وویل، چې له تیرې ورځې راپدیخوا د یوه ملکي وګړي په ګډون د اوو تنو مړي او ۴۶ ټپیان دې روغتون ته لیږدول شوي دي.

د هرات د سیمه ییزو مسوولینو د شمیرنو پر بنسټ، تراوسه نږدې دوه سوه طالب جنګیالي د امنیتي سرتیرو د عملیاتو په پایله کې مړه او ټپیان شوي، پر وړاندې بیا طالبان هم ادعا لري چې دولتي سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.