1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د زعفرانو د بیې ۵۰ سلنه ټيټوالی

asasas-2
07 Jul 2021

په هرات کې زعفران کرونکي د دې ولایت په بازارونو کې د دې بوټي د بیې له بې ساري ټيټوالي اندیښنه لري.

د هرات د کرنې ادارې مرستیال احمد احمدي وايي چې اوس مهال د هرات په بازارونو کې یو کیلوګرام زعفران له ۱۵ څخه تر ۲۰ زره افغانیو پلورل کیږي په داسې حال کې چې تیر کال یوه کیلو زعفران ۶۰ زره افغانۍ پلورل کیدل.

د ښاغلي احمدي په وینا د بازار موندنې نشتون، په نړیوالو بازارونو کې د صادراتو لپاره د لار نه هواریدلاو کرونايي محدودویتونه، د هرات په بازارونو کې د دې بوټي د بیې د کمید لاملونه دي.

د وړاند وینو پر بنسټ سږ کال په هرات کې څه باندې ۲۵ ټنه زعفران راټولیږي چې د تیر کال په پرتله پنځه ټنه ډیروالی ښيي.

ویل کیږي چې هرات د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه زعفران تولیدوي او سږ کال هم په دې ولایت کې په اته زره هکتاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي.

د هرات د ولایتي شورا غړی وکیل احمد کرخي هم ټینګار لري چې که څه هم د هیواد زعفرا له لوړ کیفیت څخه او نړیوال شهرت څخه برخمن دي خو سم بازار نه لري او له حکومت څخه په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتونکی دی.

له دې سره د افغانستان زعفران چې په سرو زرو هم یادیږي څو کاله کیږي چې د نړۍ تر ټولو ښو زعفرانو په توګه پیژندل کیږي.