1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د سولې او ټاکنو اړوند د جهادي قوماندانانو او سیاسي څيرو ناسته

69756695_1708555819277729_3604621774991392768_n
10 Sep 2019

په هرات کې د درې نۍ په ورځ دسولې او ټاکنو اړوند د مخکینیو جهادي قوماندانو او سیاسي څيرو لومړنۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې محمد یونس قانونی وویل چې د سولې د خبرو اترو دریدل د خلکو په ګټه نه ده،بلکه په هیواد کې باید تاوتریخوالی او جګړه ودریږي.

ښاغلی قانوني همدا شان په خبرو اترو کې د جمهوریت نظام ساتنه سره کرښه وبلله او ټینګار یې وکړ چې پری به نږدي ترڅو د سولې له بهیر سره په پټه معامله شي.

له بلې خوا محمداسماعیل خان له طالبانو غواړي چې له بهرنیو هیوادونو سره له خبرو اترو لاس په سر او دهیواد له سیاستوالو سره خبرې اترې وکړي.

په دې منځ کې یوشمیر مخکیني جهادي قوماندانان د ټاکنو ترسره کیدل د خلکو په ګټه نه بولي.

عطامحمدنور چې د ټاکنو له ترسره کیدو سره مخالف دی،ټینګار کوي چې دسولې د خبرو اترو بهیر باید له سره پیل شي،ځکه  د ټاکنو ترسره کیدل به افغانستان د کړکیچ په لور بوځي.

له بلې خوا احمدولي مسعود بیا حکومت ته هیښتیا ورکوي چې په ټاکنو کې د نه روڼتیا په صورت کې به دوی دا بهیر تحریم کړې او له خپلو پلویانو به هم وغواړي چې په خپلو سیمو کې د ټاکنو ترسره کیدو ته اجازه ور نه کړي.

مخکیني جهادي قوماندانان په داسی حال کې د سولې او ټاکنو له بهیر څخه اندیښنه کوي چې اوس مهال دسولې خبرې اترې د امریکا له لوري دریدلي او  سترو امنیتي ګواښونو،د سرتاسرۍ او رڼو ټاکنو ترسره کیدو اړوند اندیښنې زیاتې کړي دي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي