په هرات کې د شاتو د مچیو صنعت د پام وړ وده کړې او سیمه ییز پازوال وايي، په هرات کې د شاتو د مچیو څه باندې څلور زره (۴۰۰۰) خونې شتون لري چې په کې، نږدې دوه سوه (۲۰۰) تنه شات تولیدیږي.
د هرات د کرنې ادارې واکپال بشیراحمد احمدي وايي چې په کال کې څه باندې دوه سوه ټنه شات په دې ولایت کې تولیدیږي او دا شمیر به په روان کال کې ۳۰ ټنه ډیر شي.
ښاغلی احمدي زیاتوي چې اوس مهال دا صنعت د هرات په ټولو ولسوالیو کې دود شوی او د شاتو د مچیو ډیری فارمونه هم په انجیل، ګذره، کروخ، پښتون زرغون، زندهجان او د هرات ښار په ۱۹ ناحیو کې شتون لري او په زرهاو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شوې ده.
په هرات کې د شاتو د مچیو یو شمیر فارم لرونکي د شاتو له تولید او د دې صنعت له ودې خوښ دي، خو په بازارونو کې د تقلبي شاتو شتون تر ټولو لویه اندیښنه یادوي.
له دې سره، کارپوهان بیا په دې اند دي چې د شاتو د مچیو د فارمونو وده له یوې خوا د کار زمینه برابروي او له بلې خوا هم د هیواد د اقتصاد په وده کې هم ګټور تمامیږي.
اوسمهال په هرات کې یو کیلو طبیعي شات له شپږ سوه تر اوه سوه افغانیو پلورل کیږي، هرات د شاتو له کبله ځان بسیا ته رسیدلی، او د دې ترڅنګ خپلو ګاونډیو هیوادونو ته هم شات رسوي.