1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د شاتو محصولات ۱۵ سلنه ډير شوي

زنبور عسل
30 Jun 2020

په وروستیو څو کلونو کې د هیواد په لویديځ او په ځانګړې توګه په هرات کې د شاتو تولید او مچۍ پالنې د پام وړ وده کړې ده.

 

په هرات کې د شاتو مچۍ د کب له میاشتې د ګلانو غوړیدو او د ونو سمسوریدو سره، فعالیت پیلوي او د شاتو د تولید لپاره چارې یې د زمري میاشتې تر نیمايي روانې وي.

د هرات د کرنې ریاست مرستیال، بشیراحمد احمدي آرزو نیوز ته وایي چې په دې ولایت کې د مچۍ پالنې څلور زره لوی او کوچني فارمونه شتون لري چې سږکال ترې ۱۲۰ ټنه شات ترلاسه شوي.

هغه ټینګار وکړ چې دا شمیر شات، د تیر کال په پرتله ۱۵ سلنه ډیروالی ښيي.

یو شمیر مچۍ پالونکي هم په روان کال کې د شاتو د تولیداتو له ډيریدو خوشبینه دي.

په هرات کې د مچیو فارم لرونکې، نفیسه جامي آرزو ته وایي چې د مچۍ پالنې د ودې لپاره یې ډیرې هڅې کړي او له حکومت څخه غواړي چې د مچۍ لرونکو ملاتړ وکړي.

نفیسه جامي، په هرات کې مچۍ پالونکې

میرمن جامي همداراز د هیوادنۍ شاتو د محصولاتو لپاره په بازارموندنې ټینګار کوي او په دې برخه کې د حکومت پاملرنې غوښتنه لري.

په همدې حال کې د هرات د مچۍپالونکو ټولنه، د مچۍ پالنې په برخه کې د پانګونې له ډیریدو خبر ورکوي او ټینګار کوي چې تر لسو کلونو به، د وطني شاتو تولید، نړیوالې سیالۍ ولري.

د هرات د مچۍپالونکو د ټولنې مشر، محمدعارف واصل په دې اړه وویل چې دا ټولنه د شاتو د تولید ترڅنګ، د مچۍلرنې نورو محصولاتو ته هم پاملرنه لري چې کولای شي ښه عایدات ولري.

د ګزارشونو پر بنسټ، اوس مهال د هرات په بازارونو کې یو کیلو خالص شات، تر یو زرو او پنځه سوه افغانۍ پلورل کیږي. خو د شاتو یو شمیر پلورونکي ټينګار لري چې له هیواده بهر د بې کیفیته شاتو واردات دوی ته ډير تاوان رسوي او حکومت یې باید مخنیوی وکړي.