پوځ په هرات کې د طالبانو له یوې بندخونې د ۴۱ کسانو له خوشې کیدو خبر ورکوي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي ځانګړو دندو ځانګړې لوا او د لویدیځ دویمې لوا کمانډو ځواکونو تیره شپه د هرات ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ مرواه سیمې په اړوندو سیمو کې د طالبانو پر یوې بندخونې کمانډويي ګډ عملیات ترسره کړل چې په دې عملیاتو کې د ۱۹ پوځيانو په ګډون ۴۱ تنه له دې بندخونې خوشې شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دې نښتې په پایله کې ۷ وسله وال طالبان چې د دې بندخونې ساتونکي وو وژل شوي او د دې دلې یوشمیر وسلې هم د کمانډویانو لاسته لویدلې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.