1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د طالبانو له یوې بندخونې د ۳۴ تنو خوشيکیدل

طالبات
03 Mar 2021

د کمانډو ځواکونو په هرات ولایت کې د طالبانو له یوې بندخونې ۳۴ تنه خوشي کړل.

د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د کمانډو ځواکونو تیره شپه (د کب۱۲) د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو په یوې بندخونې ځانګړي عملیات په لاره واچول چې په پایله کې ۳۴ عام او پوځي کسان له دې بندخونې خوشي شول.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د خوشي شویو بندیانو په منځ کې یوولس د پوځ ځواکونه،اوه پولیس،درې تنه د هوایي قوا ځواکونه،پنځه د پروژو کارکوونکي،اوه ملکي مامورین او یو هم د ولسي پاڅون کوونکو ځواک پکې شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.