د نقاشۍ نندارتون جوړوونکی وایي چې دا برنامه د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې او په هرات ولایت کې د هغو د خوندیتوب د تامین په موخه جوړه شوې ده.
د هرات د نقاشۍ نندارتون جوړوونکی، عزیزاحمد سوران وایي چې دا نندارتون د ماشومانو د حقونو د تامین لپاره جوړ شوی، هغه رښتې چې کلونه کیږي د دې هیواد ماشومان ترې محرومه دي.
هغه زیاته کړه د دې انځورونو نندارې سره غواړي چې د ماشومانو پر وړاندې پراته ګواښونه، نندارچیانو ته تعریف کړي.
د هغه په باور، د ټولنیز امنیت او د ښوونې او روزنې د زمینې نشتون، هغه لویه ستونزه ده چې ماشومان یې له ډیریو ګواښونو سره مخامخ کړي.
سوران له حکومت څخه غواړي چې د ماشومانو او په ځانګړې توګه هغو ته چې له ښوونې او روزنې لرې پاتې شوي د فرصتونو د رامنځته کولو هڅه وکړي.
د هرات د ملي نګارستان مدیره شریفه الجا شریفي وویل چې د داشان نندارتونونو جوړول کولای شي په ټولنه کې د ماشومانو ځای تعریف او هغو ته د خوندي فضا په جوړیدو کې مرسته وکړي.
میرمن شریفي همداراز په َټولنه کې د ماشومانو د روحیې په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د یو شمیر روانپوهانو په باور، ماشومان د هیواد په بدلونونو کې ډیرې تاوان لیدلی او لا هم له جدي ګواښونو سره مخامخ دي.
دا درې ورځینی نندارتون، مخکی له دې په بلخ، بامیان او له هیواده بهر په هند کې جوړ شوی او تمه ده په یو شمیر ختیځو ولایتونو کې هم ترسره شي.