په هرات کې د پوځ اوه سرتیري د ناپيژانده وسله والو کسانو د دزو په پایله کې مړه او ټپیان شوي دي.
امنیتي چارواکي وایي؛ نن سهار ۷:۳۰ دقیقې ناپيژانده وسله والو د هرات ښار د منارونو په سیمه کې د پوځ ځواکونو په یوه رنجر دزې وکړی او له سیمې وتښتیدل.
د هرات د روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی وایي، په دې پيښه کې د پوځ درې سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور هم ټپیان شوي دي.
له بلې خوا په یوه بله پیښه کې هم، تیره شپه د هرات د انجیل په ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو په یوه پوسته د چاودنې په پایله کې شپږ پولیس ځواکونه ټپیان شوي دي.