1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د ځان وژنې د هڅو د زرو ډیرو پیښو ثبت

شفاخانه هرات
03 Feb 2020

د هرات د حوزوي روغتون پازوال وایي چې په دې پيښو کې، ۲۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هرات د حوزوي روغتون د شمیرنو پر بنسټ، د سږکال له پیله تراوسه په دې ولایت کې د ځان وژنې د هڅو له یو زرو او ۷۰۰ ډیرې پيښې ثبت شوې دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب، عارف جلالي آرزو ته ویلي چې له دې پيښو، یو زرو او ۱۵۷ ښځو او ۵۹۴ سړیو د مسموونکو درملو خوړلو سره د ځان وژنې هڅه کړې چې په پایله کې یې ۱۱ تنه ښځې او ۸ نارینه وو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ښاغلي جلالي همداشان وویل چې په روان کال کې په دې ولایت کې،  د ښځو د ځان سوځولو ۱۱ پيښې او د سړیو د ځان سوځولو ۴ پيښې ثبت شوي چې له دې ډلې، اووه تنه مړه شوي دي.

په همدې حال کې د هیواد په لویدیځ کې د بشر حقونو کمیسیون وایي چې د روان کال په اوږدو کې تراوسه د ځان وژنې د هڅو په بایله کې د مړینې څلور پیښې ثبت شوې دي.

په لویدیځ زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون د ښځو د څانګې پازواله، عطیه الهي وایي: ډیرۍ هغو کسانو چې د ځان وژنې هڅه کړې ده، د روحي او رواني ستونزو او یا د ناپوهۍ له مخې یې مسموونکي توکي خوړلي دي.

دې همداشان زیاته کړه چې په روان کال کې، د تیر کال په پرتله د تاوتریخوالي کچه هم ډیروالی ښيي.

په همدې حال کې د هرات مدني فعالان، وړاندې شوې شمیرنې ټکان ورکوونکې بولي او د بشری حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو ملاتړيو بنسټونو په کړنو نیوکې کوي.

په هرات کې مدني فعال، سید اشرف سادات وایي چې په دې ولایت کې د ځوانانو د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه ډیرۍ پلې شوې برنامې، پروژه یي وې او هیڅ اغیز یې نه دی لرلی.

له دې ټولو سره، د هرات د والي ویاند، د ځوانانو د پوهاوي د کچې د لوړولو او د کاري زمینو د برابرولو په موخه د نویو برنامو د ترلاس لاندې نیولو خبر ورکوي.

د جیلاني فرهاد په وینا، د زده کړې د کچې د لوړوالي په برخه کې د یوه مرکز جوړول، د داشان پيښو مخنیوی به وشي.

فقر، نالوستي، کورني تاوتریخوالي، اجباري او په لږ عمر ودونه، د ځان وژنو د هڅو اصلي لاملونه بلل کیږي.

آرزو نیوز

ژباړن: سباوون خپلواک