1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د ځمکې لاندې اوبو ککړتیا څخه د هرات د چاپیریال ساتنې اندیښنه

1223445
20 Jun 2021

په هرات کې د څښاک اوبو ککړتیا هغه سکاله چې د دې ولایت د اوسیدونکو په جدي اندیښنې اوښتې ده.

د هرات د چاپیریال ساتنې ادارې پازوال وايي، د هر کال په تیریدو سره په دې ولایت کې د څښاک اوبه ککړیږي او د دې حالت دوام به ډير ژر په نورو برخو کې هم د ځمکې لاندې اوبه ککړې او له کاره وباسي.

دا اداره د فاضله اوبو سیسټم نشتون، د فاضله جذبي څاګانو شتون، د ځمکې لاندې اوبو کمیدل، د نفوس ګڼه ګوڼه او نا معیاري ودانیو جوړښت د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا له لاملونو یادوي.

په همدې حال کې د هرات د اوبو رسونې اداره هم د خپل سرو څاګانو کیندل د اندیښنې وړ بولي او ټینګار لري چې مخه یې باید ونیول شي.

دا اداره همدا شان د فاضله اوبو د غیرمتمرکز چڼیدو د سیسټم د جوړښت غوښتونکې ده.

له بلې خوا د هرات یوشمیر مدني فعالان هم د فاضلاب څاګانو له ډيریدو نیوکه کوي او له حکومت څخه یې د مخنیوي غوښتونکي دي.

 

که څه هم په هرات کې د څښاک اوبو د ککړتیا ستونزه له نږدې یوې لسیزې را په دې خوا شتون لري خو حکومتي ادارو تر اوسه په دې تړاو کومه کره برنامه تر لاس لاندې نه ده نیولې.

د روغتیاپالانو په آند د ځمکې لاندې اوبو ککړتیا به لکه د سرطان، جلدي، بډوډو او داسې نورې نا  روغۍ رامنځته کړي.