1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د کبانو د روزنې د صنعت وده

کبان ماهی
28 Feb 2021

د هرات ښار ختیځ په ۱۵۰ کیلومټرۍ اوبې ولسوالۍ کې د کبانو د روزنې یو له فارمونو څخه دی.

د کبانو د روزنې د دې فارم پازوال معصوم احمدي نږدې دوه لسیزې کیږي چې په ایران کې د کبانو په روزنې بوخت وو.

ښاغلی احمدي له دوو کالونو را په دې خوا په هرات کې د کبانو د روزنې فارم جوړ کړی او هیله لري چې یوه ورځ وکولای شي دا صنعت نورو ولایتونو ته وغځوي.

هغه وروسته له هغې چې کبان په خپل فارم کې وروزل، هرات ښار ته یې لیږدوي او په اومه او پاخه توګه یې پر خلکو پلوري.

یوشمیر هغه پیریدونکي چې دلته د ماهي د غوښې پیرلو لپاره راغلي، د کبانو د خوښې کارول د خپل ځان د روغتیا لپاره ګټوره بولي.

د هرات چشت شریف او اوبه ولسوالۍ په هرات کې د کبانو د غوښې د تولید له مرکزونو شمیرل کیږي.

د هرات د کرنې ادارې  پازوال وایي چې د کبانو د غوښې د یوې لویې برخې پوره کولو لپاره،ډير ژر د دې ولایت په څلورو نورو ولسوالیو کې هم د کبانو د روزنې څو لوی فارمونه جوړوي.

په تیرو کې په افغانستان کې د کبانو غوښې ته لاس رسی یوازې له سیند څخه دښکار له لارې  شونی وو ، خو اوس بیا د هرات د غوښې د بازار یوه لویه برخه د روزل شویو کبانو  د فارمونو له مرکزونو تر لاسه کیږي.

د کرنې د وزارت د شمیرنو پربنسټ افغانستان په کال کې د کبانو څه باندې ۳۶۰ زره ټنه غوښې ته اړتیا لري او اوسمهال یو لویه برخه یې له بهر څخه واردیږي.

په هرات ولایت کې اوسمهال دوه ډوله د سړو اوبو او تودو اوبو کبان روزل کیږي.