1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د کرونا د درییو نویو مثبتو پيښو ثبت

فیروز الدین فیروز
07 Mar 2020

د عامې روغتیا وزیر په هیواد کې د کوویډ ۱۹ د خپریدو د مخنیوي لپاره د چمتووالی خبر ورکوي.

 د عامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز، نن (پیلنۍ، د کب ۱۷/مارچ اوومه)، په یوې خبري ناسته کې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د درییو نویو پيښو د ثبت پخلی وکړ.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ؛ په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د درییو نویو مثبتو پيښو ثبتیدو سره، په هیواد کې په دې ویروس د اخته کسانو شمیر، څلورو تنو ته ورسید.

ښاغلي فیروز په دې ناسته کې په هیواد کې د کوویډ ۱۹ د خپریدو د مخنیوي لباره د چمتووالي خبر ورکړ او له هیوادوالو یې هم وغوښتل چې په ښوونیزو مرکزونو، جرګو او په عامو ځایونو کې او په ځانګړې توګه په هرات ولایت کې له راټولیدنو ډډه وکړي.

له بلې خوا، ولسمشر غني نن د ملي شورا د اوولسم پړاو د دویم کاري کال په پرانیست غونډه کې ویلي چې په هیواد کې د کوویډ ۱۹ اټکلیز خپریدو په صورت کې، حکومت د بودیجې د تعدیل لپاره، ملي شورا ته مخه کوي.

هغه اعلان وکړ: “که کله خدای ناخواسته د کرونا ویروس خپریدل پراخ شي، شونې ده حکومت یو ځل بیا ملي شورا ته د بودیجې د ځانګړي تعدیل لپاره مخه کړي. د دې ویروس د خپریدو له کبله شاید د نړۍ اقتصاد تاوان وویني.”

ښاغلي غني همداشان له هیوادوالو وغوښتل چې د عامې روغتیا وزارت لارښوونو او وړاندیزونو ته جدي پاملرنه وکړي.

په هرات ولایت کې د کرونا د لومړنۍ پيښې ثبتیدو سره، د عامې روغتیا وزارت په هرات ښار کې بیړنی حالت اعلان کړ؛ همداشان د دې ویروس د مخنیوي لپاره په بیلابیلو ښارونو کې چمتووالی ډیر شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت په کابل، هرات او فراه ولایتونو کې له لازمو شونتیاوو سره د دې ویروس د ځانګړیو روغتونونو د چمتو کیدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن سباوون خپلواک