1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د کرونا ویروس له ناورین لرونکو پایلو اندیښنه

هرات کرونا قرنطین
05 May 2020

د هرات یو شمیر اوسیدونکي وايي چې تراوسه په ښار کې ګڼه ګوڼه لږه شوې نده او سیمه ییز پازوال هم په دې برخه کې بې غوره دي.

 

د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د شمیر ډیریدو سره، د هرات په واټونو کې د خلکو حضور د کوویډ-۱۹ له کبله د کړکیچ له پیښیدو اندیښنې لا ډیرې کړې دي.

که څه هم په هرات کې عمومي قرنطین اعلان شوی، خو له یوې اوونۍ راپدیخوا د تګ را تګ بندیز مات شوی او د هرات ښار، له هر مهاله ډیر د ګڼې ګوڼې شاهد دی.

د هرات د ولایتي شورا غړی، کبیر ایثار په اوسني حالت د نیوکې ترڅنګ، فقر او د اړمنو کسانو د لاسنیوي لپاره د حکومت د ژمنو نه عملي کیدل، په دې ولایت کې د کرونا ویروس د جدي نه ګڼل کیدو لاملونه بولي.

د هرات اوسیدونکي هم نیوکه کوي چې مرکزي حکومت د قرنطین په ورځو کې له خلکو سره د مرستې لپاره په خپلو ژمنو عمل ندی کړی.

دوی له حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره روان حالت ته رسیدنه وکړي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست د شمیرنو پر بنسټ؛ په تیرو ۲۴ ګړیو کې په دې ولایت کې د کرونا له ۱۲۶ شکمنو پيښو، ۵۹ یې مثبتې ثابتې شوې دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند، محمدرفیق شیرزی، د کوویډ-۱۹ د پيښو له ډیریدو هیښتیا ورکوي و د دې ولایت له اوسیدونکو غواړي چې د دې ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره، له راټولیدنو ډډه وکړي او روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

له دې سره، د هرات والي، عبدالوحید قتالي وایي چې په دې ولایت کې ګرځبندیز لا هم پرځای دی. ښاغلي قتالي همدارز زیاته کړه چې د ستونزو د هواري لپاره یې د ګرځبندیز سختوالی لږ کړی.

له دې سره، تراوسه په هرات ولایت کې د کرونا ویروس ۶۳۰ مثبتې پيښې ثبت شوي چې ۴۱۲ یې نارینه او ۲۱۸ یې ښځې دي او له دې منځه تراوسه ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۴ تنه نور هم ښه شوي دي.