1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د شونتیاوو نشتون

کرونا هرات
17 Mar 2020

د هرات والي وایي، چې د روغتیا وزارت په دې ولایت کې په کرونا ویروس د اخته او شکمنو کسانو د روغتیايي حالت اړوند پوهاوی نلري.

په هرات کې د کرونا ویروس له ځانګړي روغتونه په دې ویروس د ۳۸ شکمنو او اخته کسانو تیښتې، په دې ولایت کې اندیښنې زیږولې دي.

د هرات والي، عبدالقیوم رحیمي، نن (درې نۍ، د کب ۲۷/مارچ۱۷)، رسنیو ته وویل چې دوی په دې ولایت کې د کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې لپاره هیڅ راز شونتیاوې نلري او د عامې روغتیا وزارت د دې ویروس د ناروغانو له حالته خبر ندی.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه: هیڅ شونتیاوې نشته او هغه پيسې یې چې دې ولایت ته راواستولې، تراوسه زمونږ په واک کې ندي راغلي. دا وزارت باید ناغیړي ونکړي. د دې حالت دوام به، هرات په ووهان واړوي.

د هرات والي همداشان د دې ولایت په اسلام قلعه بند کې د جدي تابیاوو غوښتنه وکړه.

د کډوالو وزارت د ګزارش پر بنسټ؛ هره ورځ نږدې پنځلس زره کسان هیواد ته ستنیږي، خو دې سکالو د هرات د اوسیدونکو لپاره اندیښنې رامنځته کړي.

د هرات د عامې روغتیا مشر، عبدالحکیم تمنا ویلي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره، یوازې په ې ولایت کې ۱۱۵ میلیون افغانیو ته اړتیا ده.

ښاغلي تمنا د روغتیا له وزارته وغوښتل چې د حالت د مدیریت لپاره، دا شمیر پیسې د سیمه ییزې ادارې په واک کې ورکړي.

له بلې خوا د هرات د ولایتي شورا مشر، کامران عليزایي، د دې کسانو تیښتې د مشرۍ کمزورتیا سره تړلې بولي. ده د روغتیایي شونتیاوو د نشتون له کبله د حکومت په نه پاملرنې هم نیوکه وکړه.

له دې سره د هرات یو شمیر اوسیدونکي، په کرونا ویروس د شکمنو اخته کسانو تیښته، د ژورې اندیښنې وړ او پایلې یې ناورین لرونکې یادوي.

له دې سره، د روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ، تراوسه په هیواد کې د کرونا ویروس ۲۲ مثبتې پیښې ثبت شوي- هرات، سمنګان، لوګر، بلخ، کاپیسا، دایکندي او بادغیس هغه ولایتونه چې په کې د کرونا مثبتې پیښې ثبت شوې دي.