1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د یوه ښوونکي مړینه

هرات-6-1536x1087
25 Feb 2021

ناپيژانده وسله والو په هرات کې یو ښوونکی وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

د هرات د پولیسو د قومندانۍ د مطبوعاتو برخې مسوول عبدالاحد ولي زاده وایي چې تیره ورځ (د کب۶) ناپيژانده وسله والو د دې ولایت د انجیل ولسوالۍ په لار کې په دو تنو دزې کړي چې په دې پيښه کې د دې ولایت یو ښوونکی بازمحمد مړ او یو بل هم ټپي شوی دی.

ښاغلی ولي زاده ټینګار کوي چې د پولیسو هڅې د دې پيښې د عاملینو د پیژندنې لپاره پیل شوي دي.

له بلې خوا د هرات په کهسان ولسوالۍ کې د یو موټربمب برید په پایله کې درې ولسي پاڅونکوونکي ټپیان شوي.

سرچینه وایي تیر شپه لس بجې یو موټر بمب د هرات کهسان ولسوالۍ په قدوس آباد سیمه کې د ولسي پاڅونکوونکي د پوستې پر وړاندې چاودنه وکړه.

طالبانو د دې برید پړه منلې ده.