د هرات سېمه ییز پازوال وایی چې ددې ولایت په اوبه ولسوالۍ کې یوه ماین چاودنه وکړه چې په کې دریو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۱ نور ټپیان شول.
دا چاودنه د پیلنۍ په سهارد(می په ۱۸مه)هغه مهال وشوه چې د اوبه ولسوال رحیم الدین سرورزی د خپل کار د دفتر په لور روان وو.
د هرات دوالی ویاند جیلانی فرهاد وایی چې په دې پیښه کې د یوه ماشوم په ګډون دریو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د ولسوال او څو ماشومانو په ګډون ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
ددی پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخستې.
په همدی حال کې د هرات په فرسي ولسوالۍ کې دیوې ټرافیکي پېښې په پایله کې ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
آرزو خبري سایټ – شمس الله رحيمي