1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې د ۳۰ وسله والو طالبانو تسلیمیدل

84714609_2710685312301570_1310354011878064128_o
03 Feb 2020
د ملي دفاع وزارت، په هرات ولایت کې امنیتي ځواکونو ته د ۳۰ وسله والو طالبانو له تسلیمیدو خبر ورکوي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو د ډلې قوماندان، صاحب خان، له خپلو ۲۹ جنګیالیو او وسلو سره د چشت شریف ولسوالۍ په دره تخت سیمه کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې تسلیم شوي طالبان د څو کلونو راپدیخوا د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې، د حکومت پر وړاندې په فعالیتونو بوخت وو، چې د اوږدو نښتو وروسته امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.