1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې ماین چاودنې پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

هرات-1536x1087
01 Nov 2020

په هرات کې د ماین چاودنې په پایله کې پنځو تنه مړه او ټپیان شوي دي.

امنیتي پازوال وایي چې دا چاودنه نن سهار یوه نۍ/یکشنبه (لړم/عقرب ۱۱ مه) د هرات ښار پایان آب سیمه د پولیسو یوې پوستې ته نږدې شوې ده.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمدرفیق شیرزی وایي چې تر اوسه دې روغتون ته د درییو پولیسو مړي لیږدول شوي دي.

د ښاغلي شیرزي په وینا په دې پیښه کې یو پولیس او یو ملکي کس هم ټپي شوی دی.

تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.