په هرات ولایت کې موټربم برید په پایله کې، دوو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د درییو پوځيانو په ګډون ۱۵ ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د هرات ولایت د مطبوعاتو برخې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا برید نن (وري ۳۱ مه) سهار دوه نیمې د هرات په غوریانو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر یوې پوستې او د دې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ پر ودانۍ ترسره شوی دی چې په پایله کې یې دوو ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو ژوند بایللی او د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ تنه ولسي کسان ټپیان دي.
د هرات والي سیدعبدالوحیدقتالي د دې پیښې په پخلي سره دې ولسوالۍ ته ځمکنیو او هوايي مرسته کوونکو له استولو خبر ورکوي.
ښاغلی قتالي زیاتوي چې په دې پیښه کې په لس هاو استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د هرات والي وايي چې په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمیر په اړه یې څه نه وايي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.