په هرات ولایت کې موټربم چاودنه کې ۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۳ نور ټپیان دي.
سیمه ییز پازوال وايي چې تیره شپه ۹ نیمې بجې( کب ۲۲مه) له چاودیدونکو توکو ډک فلانکوچ ډوله موټر د هرات ښار ۱۴مې حوزې په اړوندو سیمو کې چاودنه کړې چې په دې پیښه کې ۸ تنو ژوند بایللی او ۵۳ نور ټپیان شوي دي.
د هرات والي سیدعبدالوحیدقتالي د دې پیښې په پخلي سره وايي چې په دې چاودنه کې په لس هاو استوګنیز کورونه هم ویجاړ او خلکو ته یې درانده مالي تانونه هم اړولي دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شیرزی وايي چې د دې پیښې د قربانیانو او ټپیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د لسو ټپیانو حالت هم نازک دی.